بهرنیو چارو وزارت او IOM د افغان کډوالو د جبري ایستنې، بېرته ستنولو او بشري همکاریو پر پراخېدو خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډاکټر محمد نعیم د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د عمومي مشرې د دفتر له رئیس محمد عبديکر سره د افغان کډوالو جبري ایستنې، کورنیو بېځایه شویو وګړو او بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.
مرستیال وزیر کډوالي د بشري حقونو جدي مسئله وبلله او ټینګار یې کړی چې باید د افغان کډوالو د عزتمندانه راستنېدنې لپاره مناسب شرایط برابر شي. نوموړي وویل، د کډوالو موضوع ته باید د اصولو او انساني ارزښتونو له مخې پاملرنه وشي.
ښاغلي عبديکر د اسلامي امارت امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې وستایلې، په ځانګړي ډول یې له راستنېدونکو کډوالو سره د مسوولانه چلند او هر اړخیزې همکارۍ یادونه وکړه.
دواړو خواوو د بشري مرستو د همغږۍ او ګډو همکاریو د دوام ژمنه کړې.



