د اسلامي امارت زعیم: د علماوو او حاکمانو اصلاح د ټولنې د اصلاح لامل کېږي

کابل ټکی کام (پنجشبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت زعیم شيخ الحديث هبت الله اخندزاده د کندهار ولایت په مقام کې د کندهار ښار د ۱۵ حوزو د علماوو او خطیبانو یوې غونډې ته وینا کړې، په غونډه کې د ولایت او مرکزي ادارو یو شمېر چارواکو هم ګډون درلود.
ښاغلي هبت الله اخندزاده علماوو ته په وینا کې وویل، د علماوو او حاکمانو اصلاح د ټولنې د اصلاح سبب ګرځي، او که دا دوه صفونه فاسد شي، ټولنه له فساد سره مخ کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د شریعت تطبیق، د خلکو اصلاح، د جمعې لمانځه اقامه او د پیغمبر سنتو ته بلنه د اسلامي نظام له مهمو دندو څخه دي.
هغه پر علماوو غږ وکړ چې خلکو ته دې د ترافیکي پېښو، فکري انحراف، او د شریعت مخالفتونو په اړه پوهاوی ورکړي.
په پای کې ټولو علماوو د اسلامي امارت له زعیم سره د بیعت تجدید وکړ او ژمنه یې وکړه چې له اسلامي نظام سره به کلک ملاتړ ته دوام ورکوي.



