هند د امریکا له بوینګ شرکت د شپږو P-8I الوتکو د اخیستو پرېکړه وځنډوله

کابل ټکی کام (پنجشبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

هند پرېکړه کړې چې له امریکا څخه د شپږو نورو P-8I Poseidon سمندري ګزمې الوتکو د پیرلو پروسه ودروي، چې دا پرېکړه د واشنګټن له‌ خوا د ګمرکي تعرفو د ناڅاپي لوړوالي له امله شوې ده.

دغه پرمختللې الوتکې چې د بوینګ شرکت له‌خوا جوړېږي، د سمندري څار، د اوبو لاندې ګواښونو کشف، او استخباراتي ماموریتونو لپاره کارېږي. یادې الوتکې په اصل کې د امریکا سمندري ځواکونو لپاره جوړې شوې وې، خو هند ته یې د ځانګړې نسخې (P-8I) استول د پخواني یو تړون‌لیک له مخې پیل شوي وو.

هندي سرچینو ویلي، چې د تعرفو زیاتوالي د هوایي تجهیزاتو د قراردادونو مالي توازن ګډوډ کړی، او د اوس لپاره دغه قرارداد معطل شوی دی. ټاکل شوې وه چې دا شپږ نوې الوتکې د موجوده P-8I بیړۍ بشپړولو لپاره وپېرل شي، چې د هند سمندري دفاعي توان نور هم غښتلی کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button