اسامه حمدان: غزې ته د هر عربي ځواک ننوتل اشغال دی، لکه د اسرائيلو په څېر چلند ورسره کوو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “اسامه حمدان” خبرداری ورکړی چې هر هغه عربي ځواک چې د اسرائيلو په استازیتوب غزې ته دننه شي، د دوی له‌خوا به د اشغالګرو په څېر چلند ورسره وشي.

هغه وویل: «هر عربي ځواک چې د اسرائيلو په نماینده ګۍ غزې ته راننوځي، موږ به یې داسې ووژنو لکه اسرائيل مو چې ووژل، دواړو سره به یو ډول تعامل کوو.»

اسامه حمدان ټینګار وکړ چې د فلسطین خلک د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې کلک دریځ لري او مقاومت به ترهغو دوام لري څو چې د فلسطین ټولې سیمې د اشغالګرو له ښکېلاک نه وي آزاده شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button