سه شنبه, مارچ 10, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

افغانستان؛ له امنیته تر اقتصادي نوښتونو او نړیوالو اړیکو

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 10, 2025
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
7
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نږدې څلور کاله کېږي چې اسلامي امارت د افغانستان د واک واګې په لاس کې لري. په دې موده کې که څه هم د امریکا او لویدیځ له لوري د سیاسي او اقتصادي بندیزونو فشارونه دوام لري، خو واقعیت دا دی چې هېواد د امنیت، اقتصادي پرمختګ او نړیوالو اړیکو په ډګرونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. د امنیت ټینګېدل او د سیاسي ثبات تامین هغه بنسټ دی چې هر ډول پرمختګ پرې ولاړ وي، او نن افغانستان د همدې بنسټ په برکت د اقتصادي نوښتونو په لور د باور وړ ګامونه اخلي.

د امنیت تر سیوري لاندې، اسلامي امارت د زېربنایي پروژو په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري. د قوشتیپې کانال پروژه، چې د هېواد د کرنې په برخه کې د انقلاب حیثیت لري، د ځان بسیاینې لپاره یو تاریخي ګام دی. همدارنګه د کابل–کندهار لویه لاره د هېواد د ترانسپورتي شبکې مهمه کړۍ ګڼل کېږي چې رغونه یې د سوداګرۍ او تګ راتګ اسانتیاوو ته پراخې دروازې پرانیزي. د بندونو رغونه، د اوبو د مهار هڅې، او د برېښنا او انرژۍ پروژې هغه عملي ګامونه دي چې د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره اخیستل شوي دي.

دا هم ولولئ

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

په دې لړ کې وروستۍ ستره لاسته راوړنه، د اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت او عزيزي ګروپ تر منځ د ۱۰ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د برېښنا د سترې پروژې تړون دی. دا پروژه به نه یوازې د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیاوې پوره کړي، بلکې هېواد به د سیمې په کچه د انرژۍ برخه کې پر یوه مهم لوبغاړي بدل کړي. په دیپلوماټیک ډګر کې هم مهم پرمختګونه شوي دي، چې له هغې جملې څخه د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمي پېژندنه د نړیوال دریځ د پیاوړتیا او د سیاسي انزوا د ماتولو یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. دا پرمختګ د دې امکان زیاتوي چې نور هېوادونه هم د افغانستان له نویو واقعیتونو سره د تعامل لاره خپله کړي.

که څه هم د بندیزونو او اقتصادي محدودیتونو سیوري لا هم پر هېواد خپور دی، خو د عملي کار، شفافیت او ملي ارادې دوام کولی شي دغه سیوري کم رنګه کړي. د افغانستان پرمختګ یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سیمې د ثبات، سوداګرۍ او متقابلو ګټو لپاره هم حیاتي ارزښت لري. نړۍ باید د افغانستان د نوې مرحلې منلو ته چمتو شي او د اقتصادي او ډیپلوماټیکو همکاریو دروازې پرانیزي، څو دا هېواد خپلې پیاوړتیا او پرمختګ لارې ته په لا ډاډه زړه ګامونه پورته کړي.

لوی ټکي: افغانستان،امنیت،اقتصاد،اړېکې،
مخکینې مطلب

اسراییلو ته د یمني ځواکونو خبرداری: د غزې محاصره پای ته ورسوئ کنه له ویجاړونکو بریدونو سره به مخ شئ

بل مطلب

اسامه حمدان: د اوربند خبرو کې نوی پرمختګ نه شته، مقاومت به د خپلواک فلسطین تر جوړېدو دوام ولري

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
خبرونه

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
خبرونه

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
مقالې

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
خبرونه

ایران ټایمز: ټرمپ چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026

وروستي

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

پاکستان کې د انرژۍ بحران؛ حکومت ښوونځي تړي او دولتي لګښتونه کموي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

سپاه پاسداران: د جګړې پای به ایران ټاکي؛ هغه هېوادونه چې د امریکا او اسراییلو سفیران وباسي، د هرمز تنګي تګ راتګ ازادي به ولري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

هند: د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

ایران ټایمز: ټرمپ چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

عراقچي: روانه جګړه تحمیلي ده؛له امریکا سره خبرې نور زموږ په اجنډا کې نشته

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره د مذاکراتو هڅې پيل کړي

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د امریکا مرکزي قومانداني: د ایران په بریدونو کې یو بل ټپي شوی امریکايي پوځي مړ شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

پاکستان کې د انرژۍ بحران؛ حکومت ښوونځي تړي او دولتي لګښتونه کموي

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

سپاه پاسداران: د جګړې پای به ایران ټاکي؛ هغه هېوادونه چې د امریکا او اسراییلو سفیران وباسي، د هرمز تنګي تګ راتګ ازادي به ولري

هند: د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

ایران ټایمز: ټرمپ چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com