کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” خبرداری ورکړی که د غزې ملاتړ ونشي د صهیونیستي رژیم د یرغل لمن به یوازې پر غزه محدوده پاتې نه شي، بلکې نور اسلامي هېوادونه به هم د هغوی د تېري او یرغل له ګواښ سره مخ شي.
نوموړي په خپلې تازه وینا کې ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو ستونزه نه ده، بلکې د ټول امت مسوولیت دی او هر ډول غفلت به د سیمې او نړۍ مسلمانانو ته ناوړه پایلې ولري.
حوثي زیاته کړې، چې د غزې د مقاومت ملاتړ به د صهیونیستي دسیسو او د هغوی د پراختیایي یرغل مخه ونیسي.


















