یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د دې هېواد د بې‌پیلوټه الوتکو د اشغالي فلسطین په «حیفا»، «نقب»، «ام‌الرشراش» او «بئرالسبع» کې ښارونو کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم څلور مهم پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د وسله‌والو ځواکونو په بیان کې ویل شوي، چې دغه څلور پوځي عملیات د شپږو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي او ټول هدفونه په بریالیتوب سره لګېدلي دي.

په بیان کې د عملیاتو موخه د فلسطین د مظلوم ولس او مجاهدینو ملاتړ، او د صهیونیستي رژیم له لوري غزه کې د روانې ټول وژنې پر وړاندې غبرګون ښودل شوی دی.

د یمن وسله‌وال ځواکونه وايي، چې صهیونیستي دښمن له لوري د فلسطیني قضیې د له منځه وړلو پلان به د ټولو عربي او اسلامي هېوادونو لپاره خطرناک پایلې ولري او که د غزې ملاتړ ونشي، دښمن به نور هېوادونه هم تر یرغل لاندې راولي.

په پای کې ټینګار شوی چې تر هغه به د ملاتړ عملیاتو ته دوام ورکړل شي، څو چې د غزې کلابندي پای ته نه وي رسېدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button