فلسطين – غزه: په ۲۴ ساعتونو کې د اسرائييلي بريدونو له امله ۴۷ فلسطینیان شهيدان شوي او د لوږې له امله ۷ نورو ژوند له لاسه ورکړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلي بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷ فلسطینیان شهیدان او ۲۲۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز چارواکي وایي چې د لوږې او سختې تغذیې له امله ۷ نور کسان – چې له دې ډلې دوه ماشومان دي – په روغتونونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې سره په غزه کې د لوږې او تغذیې د کمښت له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵۱ تنو ته رسېدلی، چې ۱۱۰ ماشومان هم پکې شامل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button