شاوخوا دوه کاله کېږي چې صهیونيستي رژيم پر بېګناه فلسطيني ولس بې ساری وحشت پيل کړی دی. د لسګونه زره شهیدانو او ټپیانو تر څنګ، د غزې ګڼ مېشتی ښارونه په بشپړه توګه وران شوي، روغتونونه له منځه تللي، ښوونځي د بمبارۍ ښکار شوي او د دې سیمې اوسېدونکي د سختې لوږې او تندې له بې ساري کړکېچ سره مخامخ دي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې وروستي راپورونه څرګندوي چې د غزې دوه میلیونه وګړي د لوږې او ناروغیو له امله د اجتماعي مرګ له ستر خطر سره مخامخ دي؛ داسې خطر چې د شلمې او یویشتمې پېړۍ په تاریخ کې یې کمې بېلګې لیدل کېږي.
اوس چې صهيونيستي رژيم د غزې د بشپړې ولکې لپاره نوې پوځي هڅې کوي، د ناورین وېره نوره هم پراخه شوې ده. د سیمې د زیربناوو ویجاړېدل، د انساني مرستو مخنیوی او د عامو وګړو پر کورونو او کمپونو بریدونه هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو پر اساس د “نسلوژنې” تعریف ته نږدې شوي دي. خو له بل لوري د فلسطین د ازادۍ غوښتونکي حرکتونه، په ځانګړي ډول حماس او نور مقاومت کوونکي ځواکونه، د خپلو محدودو امکاناتو او وسایلو په کارولو سره د دې اشغالګرو پر وړاندې د مقاومت سنګر تود ساتلی او صهیونيستانو ته یې د پام وړ پوځي او روحي زیانونه اړولي دي.
په داسې حال کې چې د نړۍ ستر قدرتونه د بشري حقونو د دفاع شعارونه ورکوي، د غزې د ماشومانو وینې، د مېرمنو چیغې او د سپینږیرو دردونه د دوی غوږ ته نه رسېږي. د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو بېشرمانه ملاتړ د صهیونيستي رژيم د لا ډېر وحشت لامل شوی او نړیوال عدالت يې تر سختې پوښتنې لاندې راوستی، دا چوپتیا او یا هم دوهمخي سیاستونه د بشري ټولنې وجدان د تل لپاره تر پوښتنې لاندې راولي.
غزه یوازې د فلسطین یوه جغرافیایي سیمه نه ده، بلکې د انسانیت د ضمیر وروستۍ ازموینه ده. که نړیواله ټولنه د دې فاجعې پر وړاندې چوپ د پاتې شي، دا به د بشري تاریخ تر ټولو تور باب وي او راتلونکي نسلونه به د نننۍ نړۍ رهبران د ظلم د شریکانو په توګه یادوي. د فلسطین مسئله یوازې د عربانو یا مسلمانانو نه، بلکې د ټول انسانیت قضيه ده.
نن د نړۍ د آزاد ضمیر لپاره د اقدام وخت دی. د فلسطیني ولس د ملاتړ غږ باید له شعارونو او بیانونو واوړي او په عملي اقداماتو بدل شي. که نړیوال عدالت او د بشري حقونو ارزښتونه رښتیا وي، نو تر ټولو ستر امتحان یې د غزې په کوڅو او ویجاړ شویو کورونو کې اخیستل کېږي.


















