په پروان کې ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکي او د هاوان مرمۍ نيول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ثابتو او ګرځنده چکپاینټونو او ګزمو پر مهال نږدې ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکي (چرس) نیول شوي دي.

د اطلاعاتو له مخې، د جبل‌السراج او سالنګ ولسوالیو په مربوطاتو کې د ترهګرۍ ضد منسوبینو ۲۳ فیره د هاوان مرمۍ او ۵ فیره د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ هم کشف او نيولي دي.

امنیتي مسوولین زیاتوي چې د نشه يي توکو د کرکیلي پر ضد عملیاتو په ترڅ کې څلور کسان د نشه يي توکو په تړاو نیول شوي او ځايي مسوولين وايي چې په دې اړه يې هڅې لا چټکې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button