کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د اسرائیلو اپوزیسیون ګوندونو ته په خطاب کې ویلي، چې د لومړي وزیر نتنیاهو د ناوړه سیاستونو مخه ونیسي.
اردوغان زیاته کړې، چې نتنیاهو د خپلو کړنو له امله نه یوازې د فلسطیني ولس د وژنې مسؤل دی، بلکې د ټولې سیمې امنیت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
ولسمشر اردغان ټینګار کړی، چې د نتنیاهو سیاستونه د اسرائیلو لپاره هم د تباهۍ لامل دي او اپوزیسیون باید د دې کړنو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.
د ولسمشر اردوغان په خبره، د غزې ضد روانې جګړې پایله به د نتنیاهو لپاره سیاسي او قانوني ماتې وي، او د هغه په وینا، «هیڅ څوک د بېګناه انسانانو د وینې قیمت نه شي ورکولای».


















