کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
نړیوالو رسنیو د ایراني اسخباراتي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې صهیونیستي رژیم د انصارالله اسلامي غورځنګ د مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” د وژلو هڅې پیل کړې دي.
د راپورونو له مخې د اسرائیلو د څارګرې ادارې “موساد” ځانګړي ټیمونه هڅه کوي، چې د حوثي موقعیت پيدا او نوموړی هدف وګرځوي.
سرچینې زیاتوي، چې دا هڅې پر اسرائیلو د یمني ځواکونو د وړمې شپې تر ځپونکو بریدونو وروسته پیل شوي دي.
په ورته وخت کې، د یمني پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د حوثي په ګډون یې د مشرتابه ټول غړي خوندي دي او صهیونیستي ريژیم به یې د موقعیت په پیدا کولو کې هېڅ کله بریالی نه شي.
د ویلو ده، چې د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ بنسټګر مشر “عبدالملک حوثي” د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷ مې نیټې راهیسې نه دی لیدل شوی؛ خو ثبت شوې ویناوې یې د مقاومت اړوند تلویزیوني شبکو باندې خپریږي او یمني پوځ ته د لارښونو ترڅنګ د فلسطیني مقاومت په ننګه څرګندونې کوي.


















