کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې ځواکونو یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم مهم پوځي هدفونه ویشتلي دي.
د راپور له مخې، یاد بریدونه په څو پوځي تاسیساتو ترسره شوي، چې د صهیونیستي رژیم لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.
د یمني پوځ د ادعا له مخې، دغه عملیات د فلسطین له ولس سره د همدردۍ په موخه ترسره شوي دي.
یمني پوځ زیاته کړې، چې تر هغه وخته به یې بریدونه روان وي څو چې د اشغالګرو لخوا د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي او پر بېګناه خلکو بریدونه پای ته ونه رسېږي.
اسرائیلي رسنیو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې؛ خو ځینې سرچینې وایي چې د بریدونو له امله ځینې پوځي مرکزونه زیانمن شوي دي.


















