افغان لوبډلې د اسیا جام لپاره نوملړ اعلان کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ز کال د شل اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. په دې نوملړ کې ۲۰ لوبغاړي شامل دي چې ۱۷ تنه یې په اصلي او ۳ تنه یې په احتیاطي نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.
یاد نوملړ د هغه تمریناتي کمپونو له ارزونې وروسته وروستی شوی، چې لومړی په کابل او اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوي دي. افغان لوبغاړي په دغو کمپونو کې د سیالیو لپاره ځانګړې چمتووالي نیسي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د اسیا جام تر څنګ به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزه سیالۍ هم په اماراتو کې ترسره شي، چې د هغو لپاره به وروستی نوملړ د همدې کمپ له ګډونوالو څخه غوره شي.



