د پاکستان جماعت اسلامي ګوند غزې ته ۱۰۰ ټنه مرسته ليږلې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشرتابه اعلان کړی، چې د غزې د محاصره شوي ولس ته یې ۱۰۰ ټنه بشري مرستې لیږلي دي.

د ګوند د ویاند په وینا یادو مرستو کې خوراکي توکي، درمل او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.

یاد ګوند زیاته کړې، چې د فلسطیني ولس ملاتړ د دوی د سیاسي او مذهبي دریځ یوه مهمه برخه ده او له ټولو اسلامي هېوادونو یې غوښتنه کړې، چې د غزې ولس د ژغورنې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ویلو ده، چې یاد ګوند وخت ناوخت د غزې په ملاتړ لاریونونه ترسره کوي او د حماس اسلامي غورځنګ مهمو مشرانو شهید اسماعیل هنیه، خالد مشعل او نورو یې په لاریونونو کې په انلاین توګه ویناوې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button