په پنجشېر کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په پنجشېر ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پیل شوی دی.

د وزارت په وینا، د یاد نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو بازارموندنه، د ملي صنعت پراختیا او خلکو ته د کورنیو محصولاتو د کارونې هڅونه ده.

په نندارتون کې د بېلابېلو سکتورونو تولیدات او توکي په شل غرفو کې د خلکو د لېدلو او پېژندلو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button