صهیونیستي اشغالګرو د سوریې جبل الشیخ سیمه په بشپړه توګه اشغال کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
الجزیرې تلویزیوني شبکې راپور ورکړی،چې صهیونیستي اشغالګرو د سوریې په ختیځ کې د “جبل الشیخ” سیمه په بشپړه توګه اشغال کړې ده.
سرچینې وایي، چې صهیونیستي پوځیانو له تېرو څو ورځو راهیسې په یاده سیمه کې پوځي فعالیتونه زیات کړي او د ستراتیژیکو نقطو کنټرول یې ترلاسه کړی دی.
په ورته مهال ځايي اوسېدونکو د اسرائیلي پوځ دا اقدام په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې دا د سوریې د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی. ځینو خلکو ویلي، د اسرائیلو دا ډول اقدامات کولی شي د سیمې ناامني لا پسې زیاته کړي.
شنونکي وایي، چې د جبل الشیخ اشغال د اسرائیلو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري ځکه چې دغه سیمه د لبنان او سوریې ترمنځ سرحد سره نږدې ده. د دوی په باور، دا اقدام به د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي او د مقاومت ډلې ښايي په ځوابي بریدونو لاس پورې کړي.



