د پېښو ملي ادارې او «اکټیډ» موسسې د ۱.۰۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي او د «اکټیډ» نړیوالې موسسې عمومي رئیس هنس جوهانس په کابل کې د ۱,۰۷۷,۸۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د هوکړې له مخې به دغه موسسه د دوو کلونو په اوږدو کې په بلخ، تخار، کندز، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې پر ۱۰۰۰ اغېزمنو کورنیو نغدي مرستې ووېشي. ټاکل شوې چې په لومړي کال کې ۵۰۰ او په دویم کال کې پاتې ۵۰۰ کورنیو ته هرې یوې ته ۳۰۰ ډالره ورکړل شي.
همدارنګه، یاده موسسه به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خوراکي توکو د بیو د ارزونې، د لاسرسي معلومولو، د بیړنیو اړتیاوو د ارزونې او له نورو ادارو سره د همغږۍ په برخه کې هم فعالیتونه ترسره کړي.



