د نایجریا په یوه جومات کې د دوو بریدګرو ښځو د برید له کبله ۲۲ لمونځ کوونکي وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۶کب/۱۳۹۴، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ور کړی دی، چې د دوو بریدګرو ښځو له لورې د نایجریا د شمال شرق په یوه مسجد کې دوه سرتیري بریدونه وشول، چې په پایله کې یې ۲۲ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
له نایجریا څخه خبري مقامات وايي، چې د مایدګوري ښار په یوه مسجد کې دوو بریدګرو ښځو ځانونو ته انفجار ورکړ، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
د نایجریا د خبري مقاماتو د خبر پر اساس، چاودنه د مایدوګوری ښار چې د بوکوحرام ډلې جنګیالي پکې فعالیت لري، شوې ده.
د نایجریا چارواکي وايي، چې په دغه چاودنه کې ۱۷ کسان ټپيان شوي دي.
د نایجریا چارواکو زیاته کړې ده، چې لومړۍ بریدګرې ښځې د جومات په داخل کې ځان ته انفجار ور کړ، او دویمې بریدګرې ښځې هغه مهال ځان ته انفجار ور کړ، کله چې خلکو د انفجار له ځای څخه ځانونه ویستل>

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button