له سوريې څخه پوځونه ايستل به روسيې ته ګټور او که تاوني وي؟ fateh1مارچ 16, 20160 95 « سرليکنه » په ملګرو ملتونو کې د سوريې د پنځه کلنۍ جګړې د پای ته رسيدو لپاره د سولې خبرې رواني دي ، چې د اروپايي ټولنې يو شمېر هېوادونو د دې خبرو او سولې ملاتړ کړی دی ، د دې خبرو د پيل څخه له روسيې غوښتل شوي وو، چې د سوريې د جګړې په پای ته رسيدو کې مرسته وکړي. وړمه ورځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ناڅاپي ډول له سوريې څخه د خپلو پوځونو د را ايستلو اعلان وکړ ، چې د ملګرو ملتونو لخوا وستايل شو . پوتين وايي ، چې د سوريې څخه د روسي پوځونو د را ايستلو په اړه مو د بشارالاسد د حکومت سره خبره کړې وه او هم مو په کريملين کې د پريکړې د مخه يوه غونډه رابللې وه ، چې پکې د دفاع او بهرنيو چارواکو وزيرانو برخه اخستې وه . د روسيې د دفاع وزير سرګی شويګو رسنيوته ويلي : د روسيې پريکړه پر ځای او د سوريې د سولې په اړه پوره مرسته کولای شي ، دا يې هم ويلي : روسيې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته درناوی کړی دی ؛ خو د سياسي چارو کارپوهان د روسيې د مشر پوتين پريکړې ته په بيلا بيلو نظرونو ګوري ؛ ځنې يې په سوريه کې د روسيې د مداخلې ناکامي ، ځينې يې د اقتصادي ستونزو څخه د ژغورنې او ځينې يې د يوې بلې نړيوالې جګړې مخنيوی بولي. که څه هم په سوريه کې دا مهال د مخالفو هېوادونو د جګړې امکان نه ليدل کيده ؛ خو په سوريه کې د نيابتي جګړې امکانات زيات و ، چې د بشارالاسد حکومت د مخالفينو تر شا امريکا ولاړه ده. داچې د سوريې څخه به څومره روسي پوځونه روسيې ته ستانه شي څرګنده شمېره يې نه ده ورکړل شوې ؛ خو څه پوځونه به دسوريې حميم او طرطوس سمندري نظامي هډه کې پاتې وي. ديوې خوا په ملګرو ملتونو کې دسوريې دسولې په اړه خبرې روانې دي او دبلې خوا پوتين د سوريې څخه دخپلو پوځوو دايستلو اعلان وکړ. روسي چارواکي وايي: روسيې خپلو ګټو ته ګام پورته کړی دی ځکه په افغانستان کې غربي هېوادونه دکمونيستي حکومت له مخالفينو سره ولاړ و، چې اسلامي هېوادونو هم مجاهدينو سره مرستې کولې او روسيې په افغانستان کې ماتې وخوړه ، په اقتصادي لحاظ او هم په سياسي لحاظ ترې ترلاس لاندې رياستونو ازادي خپله کړه . اوس يوازې دګرجستان په مسئله کې روسيه راګيره ده او هم يې دسوريې دواکمن اسد په ملګرتيا له ترکيې سره اړيکې خرابې شوي دي . يو شمېر د نظر خاوندان وايي که پوتين په دې اعلان سره چې خپل پوځونه يې دسوريې څخه وايستل ګته وکړه ، په سوريه کې داقتصادي تاوانونو ، دګرجستان مسئله کې دپوځ پرخوالی ، او دترکيې سره بيا اړيکې عادي حالت ته راوستل دروسيې په ګټه دي. ايران هم د سوريې د سولې دکاميابۍ په اړه دروسيې دمشر پوتين داعلان هرکلی کړی دی چې وروسته له دې به ايران هم دروسيې لار خپله کړي؛ خو دا چې په سوريه کې د داعش پراختيا به منځنۍ اسياته څومره خطر وي لومړی ترکيه ، افغانستان او وروسته روسيې ته سترګواښ دی . پوتين به دروسې له سياسي او نظامي چارواکو سره په دې هم غور کړی وي. Share this: Share on Facebook (Opens in new window) Facebook Share on X (Opens in new window) X لینک کاپی کړه URL Copied fateh1مارچ 16, 20160 95 شریکول Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print