لیکوال: عبد العزيز آل زايد
ژباړه: دوکتور لطف الله خیرخوا
داسې خلك به مو لیدلي وي چې مطالعه داسې ګڼي لکه د معرفت وروستی پړاو؟ مطالعه رښتيا هم ډېر ارزښت لري، خو ټول معرفت نه دی. د لوی کتابتون لرل هم دا معنا نه ده چې انسان د پوهې پر ګدۍ کېناست. ډېرو خلكو د لویو کتابونو پاڼې اړولي، خو داسې دي، لکه په اوبو کې چې ور ګډ شي او لوند نه شي. نن سبا زموږ فرهنګي ساحه له هغو لوستونکو ډکه ده چې په شوق او تلوسه د کتاب پاڼې اړوي، خو بې ژبې دي او د کتاب له كت كولو سره يې د مطالعې اغېز هم دننه کتاب کې پاتې شي…مطالعه منزل نه دى، بلکې د مزل پيل دی.
د کتاب لوستل لکه د موټر تېل، انجن غواړي، بيا به پايې حرکت کوي. كه انجن نه وي، د موټر حرکت ته د تېلو شتون هېڅ ګټه نه کوي. کتاب به هغه مهال کت کېږي چې لوستونکی د مطالعې اغېز محسوس کړي..
تحليل؛ د لوست نتيجه
پوهه په دې نه ده چې څه دې ولوستل او څومره دې ولوستل، بلکې په دې ده چې څه ډول دې ولوستل او څومره پوه شوې؟ ریښتینی لوستونکی د کتاب متن د ګوليو په څېر نه تېروي، بلکې شني يې، ارزوي يې، بیا یې افكار له سره پر خپل تعبير سره پېيي. انتقادي فکر لوستونکی د پټو سترګو له منلو څخه ژغوري. دا فکر هر کتاب له چوپې موعظې څخه ژوندي بحث ته اړوي. ذهن له جموده د فعاليت او انتاج خوا ته اړوي.
که یو څوک د كبانو د ډک سیند په اړه سل كتابه ولولي، محتوا يې یاده کړي، خو یو كب هم نه شي نيولى، بالاخره د خپلې کتابخانې څنګ ته له لوږې مړ شي، دې پوهې یې څه ګټه وکړه؟ پوهه چې تطبيق نه شي، لکه ډيوه په لاس انسان چې په تورو تيارو کې روان وي.
مطالعه شوي مفاهيم بيا پر خپل تعبير ليکل
هوښیار لوستونکی یوازې د لوست تږی نه وي، بلکې د غورچاڼ او لنډیز ليكلو مهارتونه هم غواړي. څوک چې پر یو فكر سم پوه شي، هغه یې بل ته په ساده ژبه تشریح کولی شي. که دې یو کتاب په يو پاراګراپ کې معرفي کړ یا دې یوه پېچلې تیوري په څو لنډو جملو کې بیان کړه، نو پر کتاب سم پوه شوی يې. له ډېر تکرار او تمرین وروسته به دې خپله ژبه پيدا شي، ستا خپل سبک به وزېږي، هېچا ته به ورته نه وي.
پوهه او تجربه
که مطالعه كوونكى خپل وخت نه شي تنظيمولى، د وخت د تنظیم لسګونه کتابونه لوستل به څه ګټه وکړي؟ که د اړيکو پياوړي کولو کتابونه روغ تېر شي، خو د لوستونكي اړيکې ورځ تر بلې ترخېږي، بيا څه ګټه؟ لوست چې په عمل بدل نه شي، هېڅ اغېز يې نه شته.
فرض کړه يو کروندګر ته له پلاره نایابه تخمونه پاتې شي. هغه د خاورې د حاصل خېزۍ او د کرنې د موسمونو په اړه کتابونه ولولي، خو هېڅ كر ونه کړي. تخمونه وچ شي، ختم شي نو د پلار ميراث او د کتابونو لوست څه ګټه وکړه؟
له عمله تر اغېزه
دا چندان توره نه ده چې کتابونه ولوستل شي، بلکې توره دا ده چې د کتاب مړ متن څنګه د ژوند پر واقعيتونو بدل شي؟ کله چې د کتاب د افکارو پر تطبيق وتوانېږو، بيا سړی پوهېږي چې د مطالعې ډېرې برخې ټولنې سره شريکول ضرور دي.
ټولنې سره د خپلې مطالعې شريکول دا معنا نه چې د کتاب مفاهيم هو به هو چا ته وويل شي، بلکې دا چې دا مفاهيم په خپل تعبير د وخت له واقعيتونو سره سم قشرونو ته ورسول شي. ويښ لوستوال زده کړي مفاهيم نورو ته ښيي، د مناقشې او مباحثې توان يې لري، الهامي غږېږي. د مطالعې د څښتن يوازې پوهه او د رويې کچه لوړېږي، کبر نه کوي او ځان پر نورو لوړ نه ګڼي.
له زده کړې تر لیکوالۍ
د خپل ځان په اړه که ووايم. زه به هم یوازې یو تږی لوستونکی وم، خو ما فكر وکړ چې تر مصرف وروسته باید تولید هم وشي. ونې ته چې اوبه ورسيږي، مېوه کوي. ښه؛ زموږ مطالعه به كله مېوه وکړي؟
کله چې د مطالعې څښتن لیکل پیل کړي، د اغېز دايره يې پيل کېږي. د لیکلو لپاره د چا سند ته اړتیا نه شته، نه د چا اعتراف ضرور دى. یوازې د دې اړتیا ده چې پر خپلې تجربې وغږېږې، مفاهيم تشریح کړې، نظریه وڅېړې، نقد وکړې. كه ياد كار كولى شې، لیکوال یې.
لیکل د معرفت تاج دی او انسان ته د زمانې په شور کې د غږ كولو توان ورکوي.
لوست لار ده، وروستى تمځای نه دى. لوست سپرغۍ ده، لمبه نه ده. نړۍ نور بې ژبې لوستوالو ته اړتیا نه لري، نړۍ هغه خلک غواړي چې د قلم کرښې پر فکر، فکر پر عمل او عمل پر اغېز بدلوي.
بناءً؛ مطالعه وکړه، خو همدلته مه ودرېږه، ځکه چې د کتاب له كت كولو وروسته د ژوند ریښتینی او واقعي سفر پیلېږي..


















