پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د رسنيو د کارپوهانو تر منځ د تجربو تبادله څومره اړينه ده؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 31, 2025
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
12
ځلې شریک شوی
145
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمدسليم سليمان

میډیا یا رسنيو د بشریت په ټولنیز ژوند کې تل مرکزي رول لوبولی دی او په يو هېواد کې له اجراييه، مقننه، او قضايه قوې وروسته د څلورمې قوې په نامه پېژندل کېږي.

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

د چاپ ماشین له اختراع (۱۵ مې پېړۍ) وروسته د نظریاتو تبادله نړيواله شوه. په ۲۰مې پېړۍ کې د راډیو او ټلویزیون راتګ د ملتونو ترمنځ د خبرو او خبراوي نوې کړکۍ پرانستله. د ۲۱مې پېړۍ ډیجیټل انقلاب (انټرنټ او ټولنیزو رسنيو) نړیواله کچه په بې ساري ډول عامې او خلک ورسره په نه شلېدونکې اړيکه کې شول. له همدې تاریخي مسیر څخه څرګندیږي چې رسنۍ (ميډيا) تل هغه وسیله وه چې ملتونه، کولتورونه او نظرونه يې سره نښلولي ، په ارتباط کې ساتلي او يو له بله خبر کړي دي.

د رسنيو د کارپوهانو لپاره د پرانیستې فضا اړتیا ولې پېښېږي؟

د رسنيو پرانیستې فضا یعنې داسې چاپېریال چېرته چې: ژورنالستان، بلاګران او متخصصین کولای شي په ازاد ډول نظریات تبادله کړي. د معلوماتو شریکول یې محدود نه وي، بلکې د نوښت او شفافیت فضا موجوده وي.

او همدارنګه د نقد، څېړنې او د حقایقو د کره کتنې Fact-checking فرصت برابر وي.

دغه فضا څو ګټې لري: د معلوماتو کره والی: د ازاد بحث په ترڅ کې د فیک نیوز پر وړاندې د مبارزې لارې چارې لټول کېږي. د باور جوړونه کوي يانې کله چې معلومات په ازاد ډول تبادله کېږي، د خلکو او دولتونو ترمنځ باور زیاتېږي. او همدارنګه ژورنالستان د تجربو د تبادلې له لارې په خپله برخه کې نوي مهارتونه زده کوي او مسلکي وده کوي. د نړۍ د بیلابیلو کلتورونو د پېژندنې له لارې د متقابل درک فضا پیاوړې کېږي. د ګډو پروژو رامنځته کېدل: نړیوالې همکارۍ لکه ګډې څېړنیزې خپرونې، مستندونه او پوډکاسټونه د نړیوالو موضوعاتو په ښه پوښښ کې مرسته کوي.

نن ورځ میډیا یوازې په یوې سیمې یا هېواد پورې محدود نه ده. یو خبر یا انځور کولای شي په څو ثانیو کې د نړۍ بل سر ته ورسېږي. له همدې امله، نړیواله اړيکه او د تجربو تبادله د میډیا متخصصینو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د دروغو خبرونو د خپرېدا پر وړاندې نړیواله همکاري اړینه ده، ځکه چې غلط معلومات د انټرنټ له لارې په ثانیو کې خپرېږي اود خلکو په احساساتو د ځپلو سربېره ناسم معلومات خپروي.

پرانیستې رسنيزه فضا د حکومتونو او ادارو لپاره د شفاف کار کولو ضمانت دی.

کله چې ملتونه د رسنیو له لارې یو بل ته غوږ ونیسي، د شخړو د زیاتېدو پر ځای د حل لارې موندل کېږي. نړیوالې رسنۍ د سیاحت، سوداګرۍ او د هېواد د مثبت انځور د پراختیا وسیله ګرځي.

په همدې تړاو په روسیه کې هم په اګست میاشت کې د (شوم فورم) په نامه د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د رسنيو متخصصينو فورم ترسره شو چې پکې مختلفو موضوعاتو بحثونه، د افکارو تبادله، دحل لارو لټول او په ميډيا پورې تړلو نورو موضوعاتو بحث وشو.

په روسيه کې د نړیوالو میډیا فورمونو سابقه هم لرغونې ده ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د ماسکو میډیا فورم ، په ۲۰۱۹ کال کې (اورال میډیا فورم) او په ۲۰۲۱ کال کې (سنټ پیټرزبورګ نړیوال میډیا فورم) نامتو ناستې وې چې پکې د رسنيو کارپوهانو په پرانیستې بحثونو کې د فیک نیوز، ډیجیټل امنیت او د نړیوال ژورنالیزم ارزښتونو د خوندي کولو په برخه کې تر بحثونه او د افکارو تبادله کوله.

(شوم فورم) د همدې دود یوه تسلسل ده، خو ځانګړتیا یې دا ده چې د ځوانو متخصصینو لپاره ځانګړې شوې ده، څو د رسنيو راتلونکې څېرو ته عملي مهارتونه، نړیوال لید او مسلکي ملاتړ برابر کړي.

په فورم کې د رسنيو په برخه کې د نړیوالو کارپوهانو ګډون جوت وو له هند، صربيا، ویتنام، اندونیزیا، بلاروس او له لاتينې امريکا تر افريقا او منځني ختيځ پورې د ډېری هېوادونو کارپوهانو په دې فورم کې برخه اخيستې وه دا ښيي چې روسیه غواړي د فرهنګي ډیالوګ او معلوماتي تبادلې په برخه کې ځان نړۍ ته جوت کړي.

د رسنيو له لارې د حقيقت موندلو يا د ناسمو معلوماتو بېلول او تشخيصول چې د رسنيو په برخه کې يوه مرکزي او د پاموړ موضوع ده له پخوا څخه خو د رسنيو په برخه کې د ټيکنالوجي له پرمختګ وروسته له ۲۰۱۰ کال وروسته ډېر اهمیت موندلی دی د «شوم» په څېر پروګرامونه دا فرصت برابر کړی وو چې په دې برخه کې څه حل لارې چارې د اوازو او ناسمو خبرونو د نه خپرولو او اغيز ختمولو په برخه کې مرسته کوي.

د دې ډول پروګرامونو عمومي ارزښت دادی چې نړيوال باور جوړېږي کله چې د مختلفو هېوادونو ځوانان په يوه ګردي مېز کې راټول او يو له یو بل سره په مشخصه موضوع کار کوي نو دا د ملتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.

د ګډو روزنیزو پروګرامونو په مرسته د غلطو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی کېږي.

له تاریخي اړخه، فرهنګي تبادلې تل د سولې او متقابل درک لپاره مهمې وسیلې وې. د «شوم» فورم هم د همدې سلسلې برخه ده.

نو (شوم فورم) هم د ميډيا د برخې د ځوانو متخصصینو لپاره یوه اغېزمن تعلیمي او تبادلي پلاتفورم ثابت شو. د دې لومړی پړاو، شوم ميډيا سنټر (د اګست له ۱۲مې تر ۱۸مې) ترسره شو چې له روسیې او له شاوخوا نورو ۱۷ هېوادونو لکه هند، ویتنام، بلاروس، سربيا، اندونیزیا او نورو هېوادونو څخه ۳۰۰ ځوان ګډونوالو برخه اخیستې وه.

د شوم فورم تنها تخنیکي روزنیز ځای نه ، بلکې یوه نړیواله د افکارو او تجربو د تبادلي ساحه هم ده چې د ګډونوالو تر منځ د تجربو، نظرونو، او تخليقي نظریو د شریکولو فضا برابروي. د عربي نړۍ، آسيا، او لاتينې امریکا د میډیا متخصصینو په ګډون په دې فورم کې ګډونوالو خپل اندونه يو له بل سره شريک کړل.

پایله دا چې روسیه په شکل د اشکالو غواړي د شوم فورم له لارې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ځوانو میډیا متخصصینو ته د مستقیم تماس، دتجربو دتبادلې،او حقيقت موندنې په برخه کې په فعاله توګه د برخې اخیستنې فرصت برابر کړی.

د میډیا متخصصینو لپاره پرانیستې فضا یوازې د افکارو د تبادلې لار نه ده، بلکې د شفافیت، باور، نوښت، نړیوالې همکارۍ او د سولې مهمه وسیله ده. هر هېواد چې د داسې فضا ملاتړ کوي، په حقیقت کې د خپل راتلونکي ټولنیز ثبات او پر نړیوال اعتبار لپاره پانګونه کوي.

لوی ټکي: رسنۍ،همکاري،محمد،سلیم سلیمان،
مخکینې مطلب

په غزني کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د توحیدآباد سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

بل مطلب

ټولو ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته نږدې ۷ میلیارده افغانۍ نغدي مرستې ورکړل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com