کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وږی ۱۴۰۴):
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي فیصل ویلي، د روان ۱۴۰۴ مالي کال په تېرو درېیو میاشتو کې ټولټال ۶ میلیارده او ۹۴۳ میلیونه افغانۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د شپږو میاشتو نغدي مساعدتونو په توګه وېشلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې کونډو او یتیمانو ته د تېرو شپږو مياشتو نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي او د یتیمانو د مرستو د وېش لړۍ لا هم روانه ده.
فیصل ټینګار وکړ چې د مرستو وېش په شفافه او نوبتوار بڼه ترسره کېږي او ټولو مستحقو خلکو ته يې ډاډ ورکړی چې د دوی حقونه به پر خپل وار د بانکي حسابونو له لارې ولېږدول شي.


















