په غزني کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د توحیدآباد سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وږی ۱۴۰۴):

د غزني ولایت د توحیدآباد سړک د کانکرېټ کولو چارې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د ولایتي مسوولینو په وینا، دغه سړک چې ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړ شوی دی.

چارواکي زیاتوي، د یاد سړک په بشپړېدو سره به د توحیدآباد، حسن‌آباد او پښتون‌آباد سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې پراخې اسانتیاوې رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button