په غور کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د شپږو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وږی ۱۴۰۴):

د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي، د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د څښاک د اوبو شپږو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د یادو پروژو ټول لګښت له ۴۰ میلیونه افغانیو ډېر اټکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ عملي کېږي.

چارواکي زیاتوي، د دغو شبکو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او لسګونو کسانو ته به د کار موقتې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

د یادو سیمو اوسېدونکي له دغې پروژې هرکلی کوي او وایي چې له کلونو راهیسې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ وو او هیله لري چې د اوبو د نویو شبکو په جوړېدو سره به يې د ژوندانه ستونزې په اساسي توګه حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button