کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
په خان یونس کې د صهیونیستي پوځ د ځانګړو ځواکونو ۷ سرتېري د مقاومت ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
راپورونه وایي، چې دغه سرتېري د پلټنې عملیاتو پر مهال د مقاومت ځواکونو هدف ګرځیدلي او د مقاومت ځواکونو د پیچلو تاکتیکونو پر وړاندې نه دي توانېدلي، چې د خپل ژوند د ساتنې لپاره اقدام وکړي.
دا پېښه د صهیونیستي ځواکونو لپاره یوه ستره ضایعه بلل کېږي، ځکه چې ځانګړي ځواکونه د صهیونیستي پوځ په لیکو کې له تجربه لرونکو ځواکونو څخه ګڼل کېږي.
د مقاومت ځواکونو له خوا دا ډول پیچلي بریدونه د صهیونیستي پوځ لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي، د کتوونکو په باور صهیونیستي پوځیان غزه کې تر څه کم درې کلنې جګړې وروسته لا هم د فلسطیني مقاومت په ځپلو نه دي بریالي شوي.


















