کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د عربي نړۍ مشهور پوځي شنونکي فائز الدویري وایي، چې “حي الزیتون” کې د مقاومت وروستي کمین د اسرائیلي پوځ او سیاسي قیادت ترمنځ ترینګلتیا رامنځته کړې ده.
نوموړي ویلي، دغه کمین هغه خبره تاییدوي چې د اسرائیلي پوځ مشر “ایال زامیر” مخکې کړې وه، چې د غزې بشپړ اشغال ناممکن دی.
د دویري په خبره، فلسطینی مقاومت اوس دوه لارې لري: یا به بشپړ تسلیم شي، او یا به تر وروستۍ سلګۍ جګړه جاري ساتي.
هغه زیاتوي، که فلسطینیان تسلیم شي، نه یوازې د غزې قضیه به له منځه ولاړه شي، بلکې د فلسطین ټول مقاومت به پای ته ورسېږي. خو که جګړې ته دوام ورکړي نو په ټوله اسلامي نړۍ کې به د ستر بدلون سبب شي.


















