کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین وايي، د نن شپې د زلزلې له امله د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
مسوولینو زیاته کړه، چې د شهیدانو او ټپیانو وروستي ارقام تر دې ډېر کېدای شي، ځکه په لرې پرتو سیمو کې لا هم له خلکو سره د اړیکو لړۍ روانه ده او مرستندویه ډلې زلزله ځپلو سیمو پر لور د حرکت په حال کې دي.
سرچینې وایي، د زلزلې ټکانونه لا هم وخت ناوخت احساس کېږي او د څوکۍ ولسوالۍ اړوند دیوه ګل سیمه او نورګل ولسوالۍ مزار درې ته غزېدلې لارې د غره ښوېدنې له امله تړل شوې دي.
د راپورونو له مخې د کونړ سربيره ننګرهار او لغمان ولايتونو کې هم د زلزلې له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي.


















