کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وايي، چې د یمن وسلهوالو ځواکونو د سور سمندر په جنوب لوېدیځ کې د سعودي عربستان د ینبع ښار څخه شاوخوا ۴۰ میله لرې یوه اسرائیلي بېړۍ په نښه کړې ده.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په نښه شوې بېړۍ د لیبیا بېرغ پورته کړی و؛ خو یو اسرائیلي شرکت پورې تړاو لري.
سرچینې زیاتوي چې برید د توغندیو په وسیله شوی دی، خو د تلفاتو او مالي زیان په اړه تر اوسه کره جزییات نه دي ورکړل شوي.
د یمني ځواکونو ویاند بیا ویلي:
> «د سور سمندر په اوبو کې زموږ عملیات د فلسطیني ولس د ملاتړ او د غزې د مظلومو خلکو د مرستې لپاره ترسره کېږي، موږ به د اسرائیلو د هر ډول سوداګریزو او نظامي ګټو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړو تر څو چې د غزې محاصره او یرغل پای ته ونه رسېږي.»
دا تازه پېښه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې یمني ځواکونو د سور سمندر په مسیر کې په پرلهپسې ډول د اسرائیلو او د هغوی ملاتړو هېوادونو پورې تړلې بېړۍ په نښه کړي، چې له امله یې نړیوال سمندري ترانزیټ له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.


















