کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وږی ۱۴۰۴):
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. نوموړي وویل چې د دغه فابریکې جوړېدل به د هېواد د سیمنټو اړتیاوو د پوره کولو، د اسعارو د وتلو د مخنیوي او د صنعت د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
ملا برادر ټینګار وکړ چې د تولیدي فابریکو فعالېدل د ملي تولید، ملي عوایدو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره اساسي ارزښت لري او له دې لارې به نه یوازې په کور دننه اړتیاوې پوره شي، بلکې د صادراتو زمینه هم برابره شي. د هغه په خبره، د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې په تولید سره به په هېواد کې د سیمنټو په نرخ کې ثبات راشي او سلګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د معلوماتو له مخې، د فابریکې په جوړېدو ۸۶.۸ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د ملي پراختیا شرکت له لوري به یې چارې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. یاده فابریکه به د بشپړېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې د پنځه زره ټنه سیمنټو د تولید وړتیا ولري.


















