د زلزلې له امله لسګونه کلي وران او د مرګ ژوبلې شمېر سلګونه کسانو ته رسېدلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی ۱۴۰۴):

د لومړنیو معلوماتو له مخې، یوازې د چپې درې په څلورو کلیو کې د ۷۵ کسانو د شهادت راپور ورکړل شوی. په دې کې د چلس کلي ۱۱ تنه، د بادګوړ کلي ۱۴ تنه، د اندرلچک کلي ۳۰ تنه او د سپیرکو کلي ۲۰ تنه شامل دي. د نورو کلیو دقیق شمېر لا تر اوسه نه دی مالوم، خو ویل کېږي هره شېبه د مرګ ژوبلې شمېرې لوړېږي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د نورګل ولسوالۍ د مزار دره په بشپړ ډول نړېدلې او د سلګونه کورنیو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

د سیمې خلکو د مرستې غوښتنه کړې او د ژغورنې لپاره د الوتکو او عاجلو امکاناتو پر لېږلو ټینګار کوي.

په عین حال کې د ننګرهار چارواکو ویلي، چې د چورلکو له لارې یې د زلزله‌ځپلو سیمو ته امدادي ټیمونه لېږلي او هڅې روانې دي څو ټپیان روغتونونو ته انتقال او د ژغورنې عملیات پر وخت ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button