کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی ۱۴۰۴):
اسلامي امارت د کونړ، ننګرهار، لغمان او ځینو نورو ولایتونو د تېرې شپې زلزلې له امله د افغانانو د شهادت او زیانونو په تړاو تسلیت څرګند کړی دی.
د اسلامي امارت په پیغام کې ویل شوي، چې له دې دردونکې پېښې ټولو اغېزمنو کورنیو سره ژوره خواخوږي لري او له الله تعالی څخه د شهیدانو لپاره جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره عاجله شفا او د کورنیو لپاره صبر او اجر غواړي.
په پیغام کې ټولو اړوندو امارتي ادارو ته لارښوونه شوې، چې د پېښو ځایونو ته ورسېږي او د شهیدانو د تدفین، د ټپیانو د درملنې او د زیانمنو کورنیو د مرستې لپاره له خپلو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
اسلامي امارت همدارنګه له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې له زلزله ځپلو کورنیو سره د سرپناه، خوړو او جامو په برابرولو کې مرسته وکړي.


















