د علي‌آباد او پنځو تدریسي روغتونونو ډاکټران د کونړ زلزله‌ځپلو مرستې ته واستول شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وږی ۱۴۰۴):

د لوړو زده‌کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم په ځانګړې لارښوونه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي‌آباد او پنځو تدریسي روغتونونو د ډاکټرانو او متخصصینو استادانو ۳۰ کسیز پلاوی د کونړ زلزله‌ځپلو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه سیمې ته واستول شو.

همدارنګه د مرکزي پوهنتونونو لسګونه محصلین هم د عاجلو بشري مرستو لپاره د یاد ولایت زلزله‌ځپلو سیمو ته ولېږل شول.

مربوطه مطالب

Back to top button