برېتانیې د کونړ زلزله ځپلو لپاره یو میلیون پونډه مرسته اعلان کړه 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی ۱۴۰۴):

د برېتانیاې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو میلیون پونډه ځانګړي شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لارې ولګول شي.

د معلوماتو له مخې، له دې مرستو څخه به ګرځنده روغتیايي ټیمونه جوړېږي، د بېړنیو حالاتو لپاره طبي کېټونه برابرېږي، ښځو ته به د ځانګړو حفظ‌الصحې کېټونه وېشل کېږي او هغو کورنیو ته چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، د موقتي سرپناه زمینه به برابرېږي.

سرچینو زیاته کړې، چې د دغو مرستو موخه د زلزله ځپلو خلکو لپاره د بیړنیو خدماتو برابرول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button