ملګرو ملتونو د افغانستان زلزله ځپلو لپاره ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی ۱۴۰۴):

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استیفن دوجاریک ویلي، چې دغه سازمان د لومړنیو مرستو په توګه له خپل بېړني صندوق څخه ۵ میلیونه ډالر د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره ځانګړي کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ملګري ملتونه د زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره د بېړنیو مرستو د غوښتنې په موخه له خپلو همکارو بنسټونو سره په خبرو بوخت دي.

د دوجاریک په وینا، دغه مرستې د هغو کسانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دي چې په وروستۍ زلزله کې له سختو زیانونو سره مخ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button