ډونالډ ترمب: اسراییلو د امريکا په کانګرس کې خپل پخوانی ځواک او نفوس له لاسه ورکړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی ۱۴۰۴):

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اسراییلو پخوا د امریکا په کانګرس کې د تر ټولو پیاوړې لابي او د اسرائيلو ملاتړې ډله لرله، خو اوس یې دغه ځواک له لاسه وتلی دی.

نوموړي د «ډېلي کولر» وېبپاڼې سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې هېچا د اسراییل لپاره دومره نه دي کړي څومره چې ده کړي، په ځانګړې توګه پر ایران د ورستيو بريدونو پر مهال.

ټرمپ زیاته کړې، اسراییل به اړ شي روانه جګړه پای ته ورسوي، ځکه دا جګړه په خپله د اسراییلو په زیان ده زياتوي کېدای شي اسراییل جګړه وګټي، خو په نړیواله کچه به د عامه اړیکو په ډګر کې بریا ترلاسه نه کړي او دا وضعیت د دوی پر زيان تماميږي.

هغه ویلي، اسراییل شاوخوا پنځلس کاله وړاندې د امریکا په کانګرس کې خورا پیاوړی ځواک او اغېز درلود، خو اوس یې دا ځواک په ځانګړي ډول د کانګرس دننه سخت زیانمن شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button