یمني ځواکونو پر څو صهیونیستي تاسیساتو او یوې کښتۍ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی ،چې د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د نسل‌وژنې او محاصرې د جرمونو د غچ اخیستلو په موخه یې اشغالي فلسطین کې پر څو پوځي او اقتصادي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” بلازمینه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ځواکونو یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله څلور عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د اشغال شوي “یافا تل أبیب په سیمه کې د دښمن د پوځ مرکزي ودانۍ، د الخضیره برېښنا فابریکه، د لد هوایي ډګر او د اشدود بندر په نښه شوي دي.

ویل شوي، چې ټول بریدونه په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي دي.

یمني ځواکونو همداراز ویلي، چې د صهیونیستي دښمن پر وړاندې د سمندري بندیز د ټینګښت په موخه یې د سره سمندر په شمال کې د (MSC ABY) په نوم یوه کښتۍ ویشتلې ده. دا کښتۍ د دوو بې پیلوټه الوتکو او یو کروز توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.

په اعلامیه کې یوځل بیا ټینګار شوی، چې یمني ځواکونه به د غزې له ولس سره ملاتړ ته دوام ورکوي او تر هغه به خپل بریدونه جاري ساتي څو چې د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي.

وسله‌والو ځواکونو ویلي: «موږ به د خپلو وروڼو ترڅنګ ولاړ یو که نور شاته شي، که نور خیانت وکړي او یا دښمن ته سره په ګډه د یمن پر وړاندې دریځ ونیسي؛ خو یمني ولس به په خپلې وعدې ولاړ وي.

مربوطه مطالب

Back to top button