کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د وروستیو رسمي ارقامو له مخې، هغه زلزله چې د افغانستان ختیځ ولايتونه يې ولړزول، نږدې ۱۵۰۰ تنه یې له امله وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي.
د فلسطين اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سه شنبې په ورځ د وړمې ورځې د زلزلې د قربانیانو په تړاو د افغانستان ولس او مشرتابه ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.
حماس په یوه بیان کې چې “کابل ټکی کام” وېب پاڼې ته رسېدلی، ویلي:
«موږ د افغانستان د مشرتابه او ولس سره د زلزلې د قربانیانو په تړاو خپله خواخوږي څرګندوو.»
په بیان کې زیاته شوې ده:
«له الله (جل جلاله) څخه د قربانیانو د بخښنې او د ټپیانو د ژر تر ژره روغېدو دعا کوو.»
دغه غورځنګ د افغان ولس له درد او مصیبت سره خپل پوره همدردي څرګنده کړې او هغوی ته یې د صبر او تسلیت هیله څرګنده کړې ده.
بايد وويل شي چې روانه اونۍ د ۶.۲ درجې په کچه سختې زلزلې د افغانستان د ختيځو ولايتونو ځینې برخې ولړزولې، چې د وروستۍ رسمي شمېرنې له مخې یې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان وژل او تر ۳زره ډېر ټپيان دي او دغه راز تر ۵ زره ډېر کورونه يې ويجاړ کړي دي
















