تېره ورځ له ۲۷۰۰ څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې او اړین خدمات ورته وړاندې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی ۱۴۰۴):

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سې شنبې ورځې په راپور کې ویلي، چې د هېواد له بېلابېلو لارو زرګونه افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او ورته اړین خدمات وړاندې شوي زياتوي یوازې د تورخم له لارې (۱۶۳۲) کورنۍ چې (۹۶۸۷) تنه غړي یې درلودل، هېواد ته ستانه او ثبت شوې دي.

راپور کې زیاته شوې، د ننګرهار د عمري کمپ، سپین بولدک، اسلام کلا، ورېښمو لار، انګور اډه او بهرامچې له لارې هم ګڼې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي چې له دغو کسانو سره د بایومیټریک، کرایې، نغدو مرستو، روغتیايي خدماتو، خوړو او د مخابراتي سیمکارتونو په وېش کې مرسته شوې ده. یوازې د تورخم له لارې (۴۹۹۹۰۰۰) افغانۍ کرایه او (۱۱۴۹۸۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.

همداراز د کندهار سپین بولدک له لارې (۱۸۸) کورنۍ، د اسلام کلا له لارې (۷۴۰) کورنۍ، د نیمروز ورېښمو له لارې (۱۲۱) کورنۍ، د پکتیکا انګور اډې له لارې (۱۶) کورنۍ او د هلمند بهرامچې له لارې (۲۸) کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، یاده پروسه به د ټولو راستانه شویو مهاجرینو د بشپړ اسانتیا لپاره دوام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button