کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د الله په لاره کې مرګ تر ژوند غوره دی.
نوموړي چې ثبت شوې ویډیو یې په “المیسرة” تلویزیوني شبکې خپریدله وویل: هر څه چې د الله تعالی په لار کې ورکړل شي هغه تاوان نه ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دښمن یوازې ظلم او جنايت پیژني، چې د فلسطین، لبنان، سوریې، عراق او ایران د ولسونو زامن وژني.
د هغه په وینا، هغه څه چې د اسرائیلي دښمن هره ورځ په فلسطین او غزه کې ترسره کوي، وېرونکي جنایتونه دي او باید پرې څرګند دریځ ونیول شي.
د انصارالله مشر ویلي، چې دښمن د غزې په تړانګه کې د شاوخوا دوه میلیونه مسلمانانو پر وړاندې د لوږې جرم ترسره کوي او موږ نشو کولای د هغه پر جرمونو سترګې پټې کړو.
ده ټینګار کړی، که دښمن زموږ د مقدساتو سپکاوی وکړي او موږ یې له پامه وغورځوو، نو امت به ناتوانه او ماتې خوړونکی شي چې په اسانۍ به دښمن پرې واکمن شي.
حوثي پر یمن د صهیونیستي اشغالګرو وروستي وحشیانه برید ته چې د لومړي وزیر په ګډون پکې ګڼ چارواکي شهیدان شول ویلي، چې لومړي وزیر او د کابینې غړو یې له الله تعالی د شهادت غوښتنه کوله او هغه څه ورته ورسېدل د کوم چې په لټه کې و.
حوثي لومړی وزیر او د کابینې غړي د اقصی شهیدان بللي او په خبره یمني ولس او وسله وال ځواکونه به صهیونیستي ريژیم ته عبرتناکه سزا ورکوي او تر پایه به د فلسطیني قضیې ملاتړ ته دوام ورکوي.


















