کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی ۱۴۰۴):
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان د مسلکي استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلونکي سړکونو پروژې پرانیستلې. نوموړي په پرانیستغونډه کې وویل، افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او د دغو زېرمو مسلکي استخراج به د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د زیاتېدو مهمه سرچینه وي.
ملا برادر زیاته کړه، د ملي پراختیا شرکت د بلخاب کان د استخراجي چارو د اسانتیا لپاره له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه په معیاري ډول جغل اندازي کړي، څو د کانونو ترمنځ د تګ راتګ او د کارونو د تسهیل زمینه برابره شي. هغه له مسوولینو وغوښتل چې د استخراج پروسه په معیاري ډول پرمخ یوسي، له هر ډول ضایعاتو مخنیوی وکړي، د چاپېریال ساتنې اصول رعایت کړي او د سیمې اوسېدونکو ته د سکرو ترڅنګ د سړکونو او روغتیايي خدمتونو په ګډون ټولنیزې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د معلوماتو له مخې، د ملي پراختیا شرکت د بلخاب د ډبرو سکرو د مسلکي استخراج لپاره شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کیندلي، چې اوسمهال پکې له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول په کار بوخت دي او په کلني ډول ترې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجېږي.
چارواکي وايي، له دې کان څخه به ترلاسه شوي سکاره د کورنیو فابریکو لپاره د انرژۍ د تولید ترڅنګ د صنعت د پیاوړتیا، د وارداتو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي، چې په لویه کې به د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.
















