اترا په کونړ کې د زلزله ځپلو سیمو لپاره د سیار انتنونو لګولو او د یوې اوونۍ وړیا مخابراتي خدمات اعلان کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی ۱۴۰۴):

د اترا مسوولینو ویلي، چې ټول مخابراتي شرکتونه به ډېر ژر د کونړ ولایت د مزار او دیوه ګل دره په زلزله ځپلو سیمو کې خپل سیار انتنونه ولګوي.

د دوی په وینا، د دغو سیمو اوسېدونکي به وکولای شي د مخابراتي شبکو له لارې د اړیکو ستونزې حل او په اسانۍ له خپلو کورنیو او اړوندو ادارو سره اړیکې ټینګې کړي.

راپور زیاتوي، مخابراتي شرکتونو ژمنه کړې چې په یاده سیمه کې به د یوې اوونۍ لپاره ټول مخابراتي خدمات په وړیا توګه وړاندې کړي، څو د خلکو ستونزې په بیړني ډول هوارې شي.

ځايي اوسېدونکي او عام افغانان د دې اقدام هرکلی کوي او وايي، د سیار انتنونو په نصب سره به د مرستو د رسولو بهیر ګړندی شي او د ژغورنې او خدماتي ډلو ترمنځ به د اړیکو د برابرولو زمینه نوره هم اسانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button