خان یونس کې د مقاومت بریدونه؛ ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو د غزې په خان یونس سیمه کې پر صهیونیستي اشغالګرو خونړي بریدونه کړي، چې له امله یې ۵ پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د مقاومت ډلو په اعلامیو کې ویل شوي، چې دغه عملیات د اشغالګرو د فشارونو او د فلسطین د خلکو د ځپل کېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د اعلامیو په وینا، مقاومت ځواکونو په دقیق پلان سره د اشغالګرو پر پوستو بریدونه کړي، څو د دوی روان عملیات ځنډ سره مخ کړي او د فلسطین له خلکو د دفاع پیغام ورکړي.

د بریدونو پر مهال د صهیونیستي ځواکونو ترمنځ ګډوډي رامنځته شوې او ځینو سیمو کې یې د پرمختګ مخه نیول شوی ده.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د مقاومت ځواکونو په عملیاتو کې ډېرو صهیونیستي ځواکونو ژوند بایللی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه عملیات د مقاومت د غښتلتیا نښه بلل کیږي او څرګندوي چې فلسطیني ډلې د خپلو سیمو د ساتنې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د مقاومت ډلو په خپلو اعلامیو کې دا هم ویلي، چې د اشغالګرو د پرمختګ د هر ډول هڅو مخنیوی به کېږي او فلسطیني مقاومت به د خپلو خلکو د خوندي ساتنې لپاره هر اړخیز اقدامات جاري ساتي.

د ویلو ده،. چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي رسنیو مرګ ژوبله منلی؛ خو د رسمي شمېر له ورکولو یې ډډه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button