ډونالډ ټرمپ: پوتین، شي جین پینګ او کیم یونګ اون د امریکا پر ضد توطئې جوړوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ او د شمالي کوریا مشر کیم یونګ اون تورن کړي چې د متحده ایالاتو پر ضد توطئه جوړوي.
ټرمپ دغه څرګندونې د “تروث سوشال” په خپل پوسټ کې د ټینګار او طنز په ژبه کړي، ویلو یې: «هیله لرم چې ولسمشر شي او د چین ملت د جشنونو یوه ښکلې ورځ ولري، او زما سلامونه پوتین او کیم ته هم ورسوئ، په داسې حال کې چې تاسو د امریکا پر ضد توطئه جوړوۍ.»
د ټرمپ دا څرګندونې د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د یو نظامي نمایش پر مهال شوي، چې د دوهم نړیوال جنګ د پای ۸۰مه کلیزه یې لمانځله او پکې د شي جین پینګ، ولادیمیر پوتین او کیم یونګ اون ګډون کړی و.



