ابو عبیده: زموږ مبارزه د یوې سپیڅلې قضیې لپاره روانه ده، د مقاومت ارادې د افرادو په شهادتونو له مینځه نه ځي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنک د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطین مبارزه د الله په فضل د یوې سپېڅلې عقیدې او سترې قضیې لپاره روانه ده.
هغه ټینګار کړی، چې د مقاومت صفونه د افرادو په نوم نه تړل کېږي، بلکې که یو قوماندان شهید شي، د هغه ځای ډکولو ته ګڼ نور قوماندانان را وړاندې کېږي.
ابو عبیده زیاته کړې، چې د یو شهید وینه د زرګونو نورو مجاهدینو د راپارېدو لامل کېږي او د مبارزې لاره ژوندۍ ساتي.
د القسام ویاند څرګندونې داسې مهال دي، چې د صهیونیستي یرغل پر وړاندې د مقاومت ډلو جګړه ورځ تر بلې پراخېږي او د فلسطین د آزادۍ لپاره نوې قربانۍ وړاندې کېږي.
د ویلو ده، چې ابوعبیده داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې یې صهیونیستي ريژیم د شهادت ادعا کړې وه؛ خو تر دې دمه یې حماس غورځنګ او له مقاومت سره تړلو رسنیو نه رد او نه تائید کړی دی.



