کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ لوړپوړي غړي “اسامه حمدان” ویلي، چې د صهیونیستي ريژیم لومړی وزیر نتنیاهو نا هیلی شوی عبثې دي، ځکه د فلسطین ولس هیڅکله سپین بیرغ نه پورته کوي او نه به تسلیم شي.
هغه ویلي، چې فلسطینیان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره تر وروستۍ سلګۍ پورې مبارزه کوي او مقاومت به وسله واله مبارزه روانه ساتي.
حمدان ټینګار کړی، چې د تسلیمېدو خبره هېڅکله نه کېږي، ځکه فلسطیني ولس یوازې د آزادۍ او عدالت غوښتونکی دی.
حمدان زیاتوي، چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د بندیانو د تبادلې او اوربند په اړه یوازې تشې خبرې دي، خبرې نه بلکې عمل ته اړتیا ده.
حمدان وايي، تر هغه چې نیواک پای ته نه وي رسېدلی، د فلسطیني ولس وسله وال مقاومت به دوام لري.
















