کونړ کې په ۱۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو باندې د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت له خوا لس میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی ۱۴۰۴):

د اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د یوه پلاوي په ملتیا د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو سیمو ته سفر کړی دی.

د دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي د زلزله‌ځپلو کورنیو له غړو سره د خواخوږۍ ترڅنګ د دوی ستونزې له نږدې وارزولې.

سرچینه زیاتوي، فصیح‌الدین فطرت د دې سفر پر مهال د زلزله‌ځپلو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر شاوخوا ۱۰۰ کورنیو لس میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ووېشلې.

د یادونې وړ ده چې په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله ګڼې کورنۍ زیانمنې شوې دي او له بېلابېلو دولتي او خیریه ادارو له لوري زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button