چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

مېړني دي چې یادېږي

حضرت ملا مشک عالم رحمه الله

مفتی احسان الله بلال نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
سپتمبر 6, 2025
کټګوریانې: مقالې
0
13
ځلې شریک شوی
168
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عابدالله سمسور

حضرت ملا مشک عالم رحمه الله دافغانستان د تاريخ هغه باب دی چې په لوستلو يې هر لوستونكی د حق سپينې لارې لاروی کېږي، قدرتي خبره ده چي د ګران وطن له نومياليو هر يو په خپله برخه کې د اتلولۍ او مخکښېتوب يو منور منار دی چې رنگيني يې د تاريخ دنيا لور په لور منوره ساتلې ده، مګر غازي ملا مشك عالم نه یوازې دا چي د اتلولۍ د ميدان شهسوار و؛ بلكي د علم، ادب، پوهې، تقوی او دعوت په غوره اوصافو باندې هم موصوف و.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

مخینه:
نامتو ملي اتل، دیني عالم، پر ازادۍ مین ستر مجاهد او په افغان ملت کې منلې او ویاړلې څېره حضرت ملا دین محمد اندړ رحمخ الله، چې په ملا مشک عالم مشهور وو په کال ۱۱۶۹هـ ش یا ۱۷۹۰ م کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډیر(ګنده هیر) په کلې کې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړي په قومي لحاظ د اندړو سترقوم د لکڼخېلو څانګې پورې اړه لرله.

یاد نومیالي خپلې لومړنۍ زده کړې، چې پکې فقه او عقاید شامل وو، له ملا محمد وزیر کاکړ څخه وکړې او بیا د دوو کلونو لپاره لغمان ته ولاړ، هلته د مشهور عالم ملا عبدالحکیم شاګرد شو، او څو ځلې پيښور ته ولاړ او هلته یې له عبدالمالک اخند زاده څخه د قرآن عظیم الشان حفظ شروع کړ. له دیني زده کړو څخه وروسته نوموړي یوه دیني مدرسه جوړه کړه، چې دهېواد بېلا بېلو ولا یتونو لکه لوګر، غزني، وردګو، زابل، قندهار، ننګرهار، او نورو شاو خوا سیمو څخه پکې زیاتو طالبانو دیني زده کړې کولې.

ملي حیثیت:
ملا صاحب د افغانستان په ولسونو په ځانګړي ډول په غلجې قوم کې ډېر قدرت او نفوذ کړی وو، په دې توګه د سیمې یو ځواکمن او منلی شخص وو، چې د ملت تر څنګ د حکومتي چارواکو لپاره هم د درنښت وړ وو، پخپله امیر شېرعلي خان نوموړي ته ډېر درناوی لرل او دربار ته به یې ور غوښتل، همدا رنګه عصمت الله خان چې د امیر شېر علي خان وزیر او په خټه غلجی وو، هم ملا صاحب ته ډېر درناوی لرل او آن مرید یې وو، پیاده به د ملا صاحب کورته ورتلل او نوموړی یې د خپل بخت، برکت او بریا عامل ګڼل. همدارنګه یاد نومیالي د هېواد د بېلا بېلو ولسونو په منځ کې هم ځانګړی ځای لرل.

ملي مبارزه:
نوموړي په ټولو قبیلو کې خو په قومي لحاظ په غلجیو کې له ډېر نفوذ څخه برخمن وو، او د یاد نفوذ له برکته نوموړي وتوانېدل چې د افغان او انګلیس دوهمه جګړه کې وړ نقش ولوبوي او انګریزانو ته یې شرمونکي ماتې ورکړه. او پدې توګه یې د عمر تر پایه خپله مبارزه جارې وساتله. د انګریزانو بې شرمانه یرغل او پر وړاندي يې دملا دین محمد اندړ مبارزه: هغه وخت چې کله د روسانو اړیکې د روسي هیئت په راتګ سره له امیر شېرعلي خان سره خرابې شوې، او بیا هغه مهال چې کله د انګریزانو هیئت کابل ته راغی او په یاد وخت کې امیر شېر علي خان د ولیعهد عبدالله د مړینې له کبله د غم په ټغر ناست وو او له هیئت سره یې ونشو کتلی، نو انګریزانو پر افغانستان د یرغل پرېکړه هغه وخت وکړه چې امیر شېر علي خان و انګریزانو د راليږل شوي لیک په هکله، چې د اخطاریې بڼه یې لرله او له ډيپلو ماټيکو ادابو سره په ټکر کې وه، ځوابیه لیک چې پکې امیر له انګزیزانو د غم په حالت کې د ډاډ پر ځاي اخطارونو ورکړې ګیله کړي وه، چې دا لیک پر انګریزانو ډېر بد تمام شو او هغه وو، چې بل لیک یې امیر ته واستا وو او ورته یې وخت وټاکل، چې د خپل لیک په هکله رسمي بښنه وغواړي او په هېواد کې د انګلیس سفیر ومني، نو پدې تو ګه امیر له بد وضعیت سره مخ شو او دهېواد عسکرو ته یې امر وکړ چې د انګریزانو پر وړاندی مقاومت ونګړي او تر دوهم امر پوري منتظر پاتی شي، هغه وو چې ده له مخورو او علماو سره مشوره وکړه، د مزار په لور روان شو او د هېواد چارې يې له زندان څخه د ازاد شوي زوی امیر محمد یعقوب خان ته په داسې حال کې پرېښودلې، چې هغه ډېر نا توانه شوی وو، او په رواني تکلیف اخته وو. امیر په مزار کې مړ شو او زوی یې محمد یعقوب خان چې د هېواد واګي په لاس کې لرلې نو د هند ویسرا ته یې لیک ولیږه، د خپل پلار د مړینې ترڅنګ یې د ځان د واکمنۍ خبر ورکړ او ورته یې لیکلي وو، چې د پلار د وخت ټولو تړنونو ته ژمن ده، پدې توګه انګریزانو هم خپل هیئت را ولیږه او یعقوب خان هغوی ته د زیان نه رسېدو په موخه مخې ته ورغی او د ګندمک په سیمه کې ورسره د ګندمک ننګینه هوکړه لا سلیک کړه، چې له مخې یې د خیبر، پشین، او کورمه انګریزانو ته ورکړل شوه، د انګریزانو یو نماینده چې کیوناري نومیده په کابل کې ځای پر ځای شو او د هېواد په داخلي چارو کې يې خپله لاسوهنه پیل کړه.

پدې توګه لومړی پاڅون د هغو عسکرو لخوا پیل شو، چې شپږمیاشتې یې معاش نه وو تر لاسه کړی، کیوناري ته ورغلو او د هغوی کسانو ورباندې ډزي وکړي په دې توګه یادو عسکرو هم ورباندي برید وکړ او کیوناري یې وواژه او انګریزانو هم خپل قوتونه د رابرتس تر قوماندې لاندې افغانستان ته را ولېږل، رابرتس په کال ۱۸۷۹م کې امیر هند ته تبعید کړ او په خپله یې د کیوناري د وژنې په تور ګڼ شمېر هېواد وال شیهدان کړل، پدې وخت کې ملامشک عالم په غزني کې لویه جرګه راوغوښتله او د انګریزانو پر وړاندي یې د جهاد اعلان وکړ، د غونډې ګډون والو ته یې وو ویل:( عزیزانو له کابل څخه خبر را رسېدلي، چې امیر یعقوب خان د انګریزانو لخوا په هند کې نظر بند دی او د هغه ټول اختیارات د انګریزانو په لاس کې دي نو په دې حالت کې پر موږ جهادفرض دی چې د کفارو پر وړاندي یې وکړو، پدې لار کې موږ تنها نه یو بلکه د هېواد ټول اوسېدونکي را سره دي ) هغه وو، چې ټولو زړه ورو او ځوانانو د الله اکبر په ویلو سره خپله تیاري و ښودله او پدې تو ګه د غزني خلک هم د ملامشک عالم تر مشري لا ندي د نورو مبارزینو سره، چې د غازي محمد جان خان وردک، غازي میر بچه خان، غازي محمد عثمان خان صافي او غازي غلام حیدر خان څرخي تر مشرۍ لا ندي وو يو ځای ملي پاڅون وکړ. د یاد پاڅون طرحه د ملا مشک عالم لخوا داسې وړاندي شوي وه، چې له څلورو خواو به په پر اشغالګرو انګریزانو حمله کوي چې نورو هم ورسره موافقه وکړه، او پدې توګه به د دوی د تېښتې لارې بندې وي او بیا به یې له منځه وړي، خو په نظام کې شامل لوړ رتبه افغان څار واکي لکه سردار ولی محمد خان لا ټي، سردار یحی خان، سردار شېرعلي خان د مهر دل خان زوی، سردار محمد حسن خان او ورته نور هغه چار واکي وو، چې انګریزانو ته یې لیوالتیا ډېره وه او د ملي ګټو پرځای یې شخصي ګټې غوره ګڼلې، یادې ګټي یې ساتلې.

دوی د مجاهدینو پر ځای د انګریزانو پلویان وو او آن تر دې چې سردار ولي محمد خان تر پایه له انګریزانو سره پاتی شو. جګړه داسې پیل شوه چې یادو مبارزینو د کاریزمیر، قاضي کلا، افشارو کلا، چهار آسیا او نورو خواو څخه پرو دوښمن بریدونه وکړل او پدې توګه دوښمن ډېر زیانونه ولیدل آن تردې، چې نږدې وو جنرال رابرتس اسیر شې، ولي له شېرپور څخه ورته مرستندويه ځواکونه راورسېدل او د سردار ولي محمد لا ټي په مرسته یې وکولی شول، چې ځان وساتي او ورسره شېرپور کلا ته ولاړ، دا په داسي حال کې وه چې د مجاهدینو دوه ډلې چې د شمال او لویديځ څخه راتلې د شېرپور کلا پرځای چې باید ورباندي حمله کړي وای دوی د کابل له دهمزنګ له لارې کابل ته را داخلي شوې او جنرال رابرتس دې کلا ته ځان ورسول او د دوی بشپړه ماتې او له منځه وړلو موقعه له لاسه و وتله، خو مجاهدینو بیا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ تردې چې په یاده کلا یې هم برید وکړ، خو ظالم دښمن له اور شیندونکیو توپونو څخه گټه پورنه وکړه تر دې چې ګڼ شمېر مجاهدین شهیدان شول، خو بیا هم پر شا نشو او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ تر څو چې اشغالګرو انګریزانوپه ۱۸۸۰م کال کې اعلامیه خپره کړه او پکې ویل شوي وو، چې د انګلیس دولت له افغانستان سره جنګ نه غواړي او ځواکونه یې بې له جنګه افغانستان پرېږ دي او هر څوک چې افغانان واکمن کوي دوی هغه په رسمیت پېژني.

هغه وو چې ملا مشک عالم او دهغه په مشرۍ د مجاهدینو استازي، چې شمېريې ۱۸۹ تنو ته رسېدل په دې اتفاق و، چې سردار محمد یعقوب خان پاچا کړي، خو کله چې عبدالرحمن خان راغی نو مجاهدینو ورڅخه اطاعت وکړ، خو کله چې يې د عبدالرحمن خان نرمي د انګریزانو په وړاندي ولیده نو ورسره یې لیوالتیا کمه شوه، خو هغه وخت چې عبدالرحمن خان د مجاهدینو د مشرانو وژلو او بندي کولو ته مخه کړه نو ملا مشک عالم یې پر وړاندی مبارزه پیل کړه، که څه هم عبدالرحمن خان ملا صاحب او د غزني ولسي مشران دربار ته ور وغوښتل، خو نوموړي خپل استازی ورولېږل او خپله ور نرغی، وروسته یې د غلجیو قوم، منګلو، او لوګر ته استازي ولېږل چې د عبدالرحمن خان پر وړاندی پاڅون وکړي خو د قیام پیلېدو سره د نومیالي مشر او وتلي غازي هغه پخوانۍ دمه نوه، عمر یې ډېر وو، تر دې چې د ۹۴ کالو په عمر په کال ۱۸۸۶م کې وفات شو او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډه هیر په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

لوی ټکي: افغانستانتاريخمبارزهمشک عالمملاميړاڼهميړنيياديږي
مخکینې مطلب

شجاعیه کې د قدس لېوا بریدونه؛ د یو صهیونیستي قوماندان په ګډون ۳ صهیونیستان وژل شوي

بل مطلب

اسامه حمدان: مقاومت پیاوړی دی او هیڅکله به د تسلیمۍ بیرغ پورته نه کړي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د امریکا مرستیال ولسمشر: د هرمز پرانیستل او د یورانیمو بډای کول بندول د واشنګټن اساسي شرطونه دي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com