د اسرائيلي پارلمان غړی: حماس پر غزې بشپړ کنترول لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۴ل)

د اسرائيلي پارلمان د بهرنيو او امنيتي کميټې غړی “عامیت هلیفي” په خپلو تازه څرګندونو کې منلې ده چې حماس لا هم پر غزې بشپړ کنترول لري او د چاودېدونکو توکو، جنګي وسایلو او ځواکونو له پلوه د ځواک او قوت په لوړ حد کې دی.

هلیفي ویلي سره له دې چې د اسرائيلي پوځ عملیات له اوږدې مودې راهیسې روان دي؛ خو بیا هم حماس پر ټولې غزې بشپړه ولکه لري او هېڅ ډول کمزورتیا یې نه ده څرګنده شوې.

نوموړی زیاتوي چې د حماس ماتول د اسرائيلي پوځ له وسې وتلې خبره ده او د پوځ پرلپسې هڅې یوازې د ستړیا او ناکامۍ سبب ګرځي.

دغه اسرائيلي چارواکی ټینګار کوي، چې جګړه د تل‌ابيب پر وړاندې د ستراتېژیکو او امنیتي ستونزو زیاتوالی رامنځته کوي او د حماس ځواک ورځ تر بلې د اسرائيلو پر وړاندې د یو لوی سرخوږی په توګه راڅرګندېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button