کرکټ: افغانستان او پاکستان نن د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه ترسره کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴):

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نن د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې یو د بل پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.

دغه سیالي د افغانستان پر وخت ماښام اووه نیمې بجې د شارجې په کرکټ لوبغاړي کې پیلېږي.

افغانستان تر دې دمه په یاده لوبلړۍ کې له څلورو سیالیو درې ګټلي او د غوره پایلو له امله یې پایلوبې ته لاره موندلې ده.

د افغان لوبغاړو بریاوو د هېوادوالو هیلې زیاتې کړي او تمه کېږي چې د لوبلړۍ اتلولي هم خپله کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button